خواړه د انسان د ژوند لپاره اړين دي، خو ډول او کيفيت يې د روغتيا په ساتلو کې مهم رول لري. ناوړه خواړه د ناروغيو سبب کېږي، او صحي خواړه د ژوند د خوښۍ راز دی.
صحي خوړو ځانګړتياوې
تازه مېوې او سبزي.
د طبيعي غوړو کارول.
د پروټين لرونکي خواړه لکه غوښه، هګۍ او لوبيا.
کافي اوبه څښل.
ناصحي خواړه
ډېر غوړ لرونکي خواړه.
پروسس شوي او کنسروي مواد.
ډېر شکر او مالګه.
د خوړو د منظمېدو لارې
۱. د ورځې درې اصلي خوړو پر وخت خوړل.
۲. د خوړو سره د ورزش عادت.
۳. د شپې ناوخته ډوډۍ نه خوړل.
۴. د خوړو د اندازې کنټرول.
پایله
صحي خواړه د بدن د انرژۍ سرچينه ده. که څوک په خپل ژوند کې صحي خواړه برخه کړي، د ناروغيو مخنيوی به وکړي او د روغ ژوند خوند به واخلي.