څنګه کولای شو په امتحانونو کې ښه نتيجې ترلاسه کړو؟

 



امتحان د زده‌کوونکو د زده‌کړې کچه معلوموي. ډېری زده‌کوونکي د امتحان پر وخت وېرېږي او له فشار سره مخ کېږي. خو که سمه تياری وشي، امتحان د برياليتوب يوه ښه تجربه ګرځي.

د امتحان لپاره د تيارۍ لارې

د وخت جدول: د درسونو لپاره منظم پلان جوړ کړئ.

يادښتونه: د درس مهم ټکي وليکئ او بيا يې تکرار کړئ.

تکرار: هره ورځ مخکې لوستي درسونه تکرار کړئ.

تمرکز: د درس پر وخت ټولې ګډوډوونکې وسيلې لکه موبایل لرې کړئ.

سوالونه حل کړئ: د پخوانيو امتحانونو سوالونه حل کول ډېره مرسته کوي.

د امتحان پر ورځ لارښوونې

کافي خوب وکړئ.

سپکه صحي خواړه وخورئ.

له وېرې ځان وساتئ او په ځان باور ولرئ.

پایله

امتحان يوازې د زده‌کړې ازموينه ده، نه د ژوند پای. هغه زده‌کوونکي چې په سمه توګه تياری ونيسي، تل به ښه نتيجې ترلاسه کړي.


Post a Comment

© مونږ سره اړيکه. All rights reserved. Developed by Jago Desain