د چاپېريال ساتنه او د خلکو مسووليت




 چاپېريال زموږ د ژوند بنسټ دی. که چاپېريال پاک او سالم وي، ژوند به هم سالم وي. خو له بده مرغه نن سبا د ککړتيا او بې‌احتياطي له کبله چاپېريال له خطر سره مخ دی.

د چاپېريال د ککړتيا ستونزې

د هوا ککړتيا د ناروغيو لامل کېږي.

د اوبو ککړتيا د انساني روغتيا لپاره خطرناک ده.

د ځنګلونو له منځه تګ د چاپېريال توازن ګډوډوي.

د چاپېريال ساتنې لارې

۱. د ونو کرل او ساتل.

۲. د کثافاتو پر ځای غورځول.

۳. د پلاستيکي توکو د استعمال کمول.

۴. د پاکو اوبو ساتنه.

۵. د خلکو پوهاوی لوړول.

پایله

چاپېريال زموږ ګډ کور دی. که هر څوک د چاپېريال ساتنه خپله مسووليت وبولي، راتلونکی نسل به په پاکه او سالمه فضا کې ژوند وکړي.

Post a Comment

© مونږ سره اړيکه. All rights reserved. Developed by Jago Desain