په شانګهای کې دوه ځوانان د رېسټوران د سوپ ککړولو له امله درانه تاوان ته محکوم شول
B
September 17, 2025
0
په شانګهای کې دوه ځوانان د رېسټوران د سوپ ککړولو له امله درانه تاوان ته محکوم شول په چین کې د شانګهای یوې محکمې دوه ۱۷ کلن هلکان د دې لپاره د شاوخوا ۳۰۰ زره ډالرو د تاوان ورکولو حکم ورکړی چې هغوی د یوه مشهور هوټپټ رېسټوران د سوپ په دیګ کې متیازې کړې وې او ویډیو یې په ټولنیزو شبکو خپره کړې وه. دغه پېښه د فبرورۍ په میاشت کې هغه مهال رامنځته شوه چې دواړه ځوانان د نشې په حالت کې د خوړو وروسته پر دې کار لاس پورې کړ. ویډیو په چټکۍ سره خپره او د خلکو غوسه یې راوپاروله. تر پېښې وروسته، د «هایدیلائو» په نوم رېسټوران اعلان وکړ چې هغو ۴۱۰۰ مشتریانو ته چې له ککړ سوپ یې خواړه خوړلي وو، غرامت او تاوان ورکړل شوی تر څو د باور ټک ونه شي. د چین په ټولنیزو رسنیو کې ډېری خلک د محکمې پرېکړه پر ځای ګڼي او وايي دا ډول پېښې باید نورو لپاره هم د عبرت درس وګرځي.
ټاګونه:
