شاوخوا لس کاله مخکې، په ۲۰۱۵ کال کې، یو ځوان امریکايي هلک چې نوم یې جیمي ډونالډسن (چې نن یې ټول د مسټر بیسټ په نوم پېژني) و، د خپل ژوند یوه زړه پورې ویډیو ثبت کړه. هغه وخت د هغه د یوټیوب چینل یوازې نږدې ۸ زره سبسکرایبران لرل، خو ده د راتلونکې لپاره یوه ځانګړې ژمنه وکړه.
هغه د خپل کیمرې مخې ته په ساده او صادقانه ټون وویل:
> “که دا ویډیو تاسو لس کاله وروسته ګورئ، ښايي زه تر یو میلیون زیات سبسکرایبران ولرم... که مې لرل، نو پوه شئ چې زه په ژوند کې بریالی شوی یم. او که نه مې لرل، ښايي ناکام شوی یم. خو څوک پوهېږي، شاید تر هغه وخته ژوندی هم نه یم.”
هغه وخت شاید ډېرو خلکو دا خبره جدي نه وه نیولې، ځکه په هغه وخت کې مسټر بیسټ یوازې یو عادي یوټیوبر و چې د ویډیو جوړولو سره یې مینه درلوده، خو نه شهرت، نه پیسې، او نه هم امکانات درلودل.
خو وخت تېر شو، شپه او ورځ ده کار کاوه، نوښت یې کاوه، د خلکو د خوښۍ لپاره یې د خپلې انرژۍ هره ذره کاروله. هغه خپل ټول تمرکز پر دې واچاوه چې نړۍ ته مثبت بدلون ورکړي — د مرستې، سخاوت او تفریح له لارې.
اوس، لس کاله وروسته، دا هماغه هلک دی چې نړۍ یې حیرانه کړې ده. نن د هغه چینل د نړۍ تر ټولو ډېر سبسکرایبران لري — ۴۴۳ میلیونه انسانان د هغه مینوال دي. دا نه یوازې یو شمېر دی، بلکې د هغه د هڅو، ارادې او دوام نښه ده.
دا کیسه موږ ته دا پیغام راکوي چې کله یو څوک خپل هدف ته ژمن پاتې شي، وخت که هر څومره اوږد وي، نتیجه حتمي ده.
مسټر بیسټ ښيي چې بریا د شتمنۍ، اړیکو یا چانس خبره نه ده — دا د صبورۍ، صداقت او دوامدار کار پایله ده.

