د آسیا کپ په ۴۱ کلن تاریخ کې دا لومړی ځل و چې د کرکټ سترې سیالۍ یعنې هند او پاکستان په پایلوبه کې سره مخامخ شول. د هند لوبډلمشر د پچې په ګټلو توپاچونه غوره کړه.
د پاکستان توپ وهنه
د پاکستان لپاره د لوبې پیل ښې نښې لرلې. صاحبزاده په خورا زړورتیا لوبه وکړه او یوازې په ۳۵ توپونو یې پنځوسیزه پوره کړه. دا د هند پر وړاندې د هغه دوهمه پنځوسیزه وه. خو نوموړی په ۵۷ منډو جوړولو وروسته په نهم اوور کې وسوځېد.
تر لسو اوورونو پورې پاکستان ۸۷ منډې لرلې او یوازې یو لوبغاړی یې له لاسه ورکړی و. په دولسم اوور کې د پاکستان سکور ۱۰۰ ته ورسېد، خو ورو ورو یې ویکټې د هند د توپ اچوونکو په لاس له منځه لاړې. پای کې پاکستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۶ منډې جوړې کړې او هند ته یې د ۱۴۷ منډو هدف ورکړ.
د هند توپ وهنه
هند د هدف په تعقیب کې د نورو ورځو په څېر ښه پیل ونه کړ. په لومړیو څلورو اوورونو کې یې تر ټولو مهم توپوهونکی ابیشیک شرما وسوځېد، ورپسې د لوبډلمشر سوریا کمار یادو او شبمن ګېل هم خپلې ویکټې له لاسه ورکړې.
تر لومړنیو شپږو اوورونو وروسته هند یوازې ۳۶ منډې لرلې او درې لوبغاړي یې له لاسه ورکړي وو. د دې مرحلې پر مهال د پاکستان تېز توپاچوونکي ښکاره برلاسي لرله.
د لوبې پای
که څه هم هند په لومړیو کې تر فشار لاندې و، خو د منځنۍ کرښې توپوهونکو مسؤلانه لوبه وکړه. هند د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ورکړل شوی هدف پوره کړ او د آسیا کپ ۲۰۲۵ اتل شو.
پایله

